مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

یواځیتوب

هارون حکیمي

 

لکه دا ټول وطن چي تللی وي، یو زه  پاته یم
داسي یواځي اشنا!  ستا په بېلتانه  پاته یم

ته خو پوهېږې د شاعرد حساسوالي په رنځ
د عاطفې په اثر ټول؛  اوبه، اوبه  پاته یم

لکه رویا په بېخودۍ ولاړه، د وصل شېبه
دردونه پاته سول، دغم پرځنګانه  پاته یم

ستا د نظر پروازمي ذهن ته وزر ورکول
ستا له فراقه به، په دام کي بند مارغه  پاته یم

ما، فلسفې د کایناتو او فطرت پوښتلې
خو اوس پوښتمه،چي یواځي سوم نوڅه  پاته یم؟

 

د ډېر ګران دوست، عالم انسان، ډاکټر داود اعظمي سره تر خدای پاماني وروسته.
۰۳:۴۹
۲۲/۰۱/۱۳۹۰
کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery