مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غلامی

میرنواز روهین


غلامی چه دهرچاوی غلامی ده
امریکا او دانګریز که دروسی ده
موږله یومخ غلامی سره جوړ نه یو
دعرب اودعجم که دسامی ده
خپل سوړسک دبل پلونه راته زیات دی
بې منته ژوند مو روح ته ارامی ده
ازادی مو دپایښت بنسټیز اصل
دژوند لار مو افغانی ده اسلامی ده
لوړ سرونه به ټیټ نه کړو هېڅ اغیار ته
کله کړی مودښمن ته سلامی ده
په شرمونو شرمېدلی دی په خپله
چا چه کړی د پښتون بې عزتی ده
نور چه هر څه کا ګیله ترې ډیره نه کړم
چه مې خپل تر غاړې نیسی بې شرمی ده
اې وطنه ستا په نوم پایو ژوندی یو
دستا مینه مو د خوار زړګی ګرمی ده
بیا به دا پښتون همغسې پښتون شی
که هر څومره د اغیارو نیت کمی ده
ژوند په جګو سترګو خوند کوی روهینه
بل ته طمع دوجدان نآرامی ده


جرمنی ـ اوفن باخ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery