دخپریدو نیټه : 2011-04-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ايا دا پښتوده؟
شکورالرحمن حميدي حيدرخيل
يوه ورځ د دوو پلارانومنځ کې شخړه راغله
په يوه وړه غوندې خبره يې منځ کې خړه راغله
سړى راپاڅيدوسړى يې مړکړ
خداى خبرچې روغ که ليونى مړکړ
دکلي مشران راغلل مرکه کېنسته
چې وکړي روغه جوړه جرګه کېنسته
خودمقتول پلار دغچ داخستلو قسم يادکړ
هم يې دروو واړوزمنو قسم ياد کړ
زمنويې دمقابل لورې نه
زمنويې دورور دقتل لورې نه
دوه کسان ولمبول وينوکې
په ټاټر يې ګلان جوړکړل سپينوسپينو کې
دپښتون دالويه بدبختې ده
دپښتون دالويه بدمرغې ده
غوږنه ګورې په سپي پسې مڼډې وهي
ماشوم خوپريده لوى په ليوني پسې مڼډې وهي
کله چې دوه ځوانان ولمبيدل وينوکې
کله چې دوه ځوانان ولګيدل وينوکې
يوځل بيامرکه راغله
يوځل بيادکلي جرګه راغه
خوداځل بل پلاردغچ داخستلو قسم يادکړ
دزړه له تله له ايمانه يې سم ياد کړ
څنګه چې په ما باندې نن غم دى
څنګه چې په ماباندې متم دى
څنګه چې راغلې دا نن ماباندې
رابه ولم دغه ورځ په تاباندې
کلونه تير شول
عمرونه تيرشول
سينې غلبيل شوې
تنې غلبيل شوې
دغموډکه زندګي له همغسې وه
دې دوى ترمنځه دوښمني له هغسې وه
ديوې کورنى په اوو کسانوخاورې واوښتې
دبلې کورنى په لسوځوانانو خاورې واوښتې
حميدي ته پوهيږې چې اورڅنګه اوڅله مړشو
په پاى کې اور په خپله مړ شوو
دواړوکورونو کې کونډې اوبورې پاتې
ښايسته شوې لکه حورې پاتې
اوس دواړوکورونوکې ځوانان حتم
اوس دواړوکورونو کې مشران ختم
اوس دواړوکورونوکې نران ختم
په پاى کې اورپه خپله مړشو
بل شوى اورنورپه خپله مړشو
ځکه چې يواځې شوې تورسرې پاتې
ځکه چې يوځې شوې سپين سرې پاتې
ايه دا پښتونوالي دا
ايه دغه نوميالي دا
اوس ناستې په کوروکې
اوس ناستې په غموکې
اوس تورسرې کينستې دغم په ټغروباندې
اوس کټوې باندې دي دغم په نغروباندې
اوس کټوې باندې دي دغم په نغروباندې
خوست