مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نیلی چــــــغال

امانزی ناروی

مثــــــــــــنوی

دوهمه برخــه

چغال خوری ډیر ملا قــــــونــه ناخبــــــر دښــه قسمت و

درنګمال ورته زګـــــــیر وی و غټی کنــدی تـــه هیبت و

رنګمال بیرته ولاړی کورته بیا دخپلی مینی لــــــورتـــــه

چغــال سترګی کړلی ړونی ټول بدن ئی جوړ وښـــور ته

پــــه تــلوار ژر را ولاړ سو وځنګـــــــله ته په ځغستا سو

ځکه ډیـــر و ځــوریـــــــدلی مــخ نیـــولی پر بیـــد یا سو

چغـــــال  وږی تږی سـوی ډیـــــــربی حـــده پریشانی وه

ډیــــر زخــــمونه د لغتـــوجـــــوړه ډیــــره مایـــوسی وه

داوبــــو ډم ور پیاد سو هــــغی خواتـــــه ور روان ســــو

خپل عکس وینی په او بوکی خپل په ځان پوری عریان سو

ده چی ځانتــه وکتـــله ټـــول بــدن ئی نیــــلی رنــــګ دی

لږ په فــکر دخپــل ځان سو نوی ترنګ نـــوی خرنـګ دی

دی په ځان پوری حیران  سوچی بد ن ئی ښه رنګه ســــو

دچغال نیرنګ په زړه ســـوچی دا کار ئی په فایــــده ســـو

چــغا ل چیــــغی او ناری کړی چی پا چا د منـــطقی یـــم

دغــه ماتـــــه روا یـــــــــت دی زه پاچـــا د مـــحلی یــــم

نابـــبره د ګیــــد ړو یـــو کاروان مــــخی تــــه ګـــــوری

چغال ټولوته ورږغ کړه دا فرمان دی په زړه پـــــــــوری

تا سی پوه په  یو مطلب سی لـــــوی پاچا نوی حساب سته

په اندک خلاف ورزی کی هــم  سوال سته هم جواب سته

کاروان وکتل چغـــال ته دا رنــــګ نستـه په ځنګــــله کی

ډیری سری سترګی د ده دی ډیر ظـــــالم په مـــــحله کی

ګیدړان ټول په ځغستا سول هـــری خواته ازانګی شــوی

شرموښان په دی خبر شوه په ځنګله کی هنـګامی شـــوی

هری خوا ته شور ماشور دی ډیری ځغاستی او ناری دی

پس پسک دی تبــــصری دی ډ یــــری غـــټی اوازی دی

ټول ځنګل په دی خبر سو چــــی مخصوص پـاچا  راغلی

ښایسته مخصوص ئی رنګ دی دخلــوص با با راغــــــلی

شرموښان ډیر سوه خوابدی کــــږیان ټولــه په تشویش کی

پړانګان ډوب سول په چرتوکی دزمریانوزړه په بریښ کی

حیوانات ټول شوه راجمع دوی په سوال او مشوره ســــول

دپـــاچا فــــرما ن قبــول د ی دا د ټـــولو فیصله ســـــــول

د نــــــده واخیستل زمریانـــو بدرقــــه وه د پــــړانګا نــــو

ور پسی تــر شا فیلان سول خو پا یـــڅوړ دچــــغا لانــــو

چغالان بیچا رګان سوه دوی پایڅوړ دخپـــــــل مکان سوه

ګیدړان دی لیری ښوری دپاچا په خپــــــــل فرمان ســــوه

نیل چی ګوری وخپل ځانته وخپل شـــــــان او دبــد بی ته

دی به تل دلته پاچا وی ځای به نـــــــه وی وســــوسی ته

ټول زمریان پر ده را ټول دی امنیت ئی بــــــر قرار دی

داسی بریښی ځــــان وده ته قهرمــــان ډیراعتبـــــار دی

څوشپی ورځی سولی تیری نیــل صادر نوی فرمان کړی

چغالان دی لیری ګرځی زما پردوی  لــږ بد ګــــمان دی

دوی داحق نلـــری ځانـــته  ورنـــږدی ســی وپــا چا تــه

که هر ځای لږ نیمګړ تیا وی چغا لان مــخ و بـلا تـــــــه

ډیردی لیری ګید ړان سی هم دی لیــری شرمــوښان سی

شیرمسئول د دی فرمان دی خو په زړه کی لږ پریشان سی

یو زمریان کافی په ارګ کی خو پړا نګان دی ورسره وی

ټول ښکارونه ورتسلیم کړی لږ پــــــــکار دی حوصله وی

شرموښان په انګولا سول په نس وږی ګیــــــدړان سول

داڅه جوړ نوی ما تم دی حیوانات په دی ګمـــــــان سول

ظالم توب تر پخوا ډیر سو ټول دانیل دغم نا ســـــور دی

ټول د شپی  وږی بید یږی په خوړو کی نیــل با تور دی

یو قا نون دچغا لا نو چی هرڅوک ئی زیــــــمه وار دی

یوچغال اواز کړی پورته دبل چا نـــــــوبـــت په وار دی

نوربیا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery