پاکه خاونده د کې څه تدبير دی
چی دچا يو چاته ته د بل تقدير دی
څوک له خوښۍ او له مستۍ ګډيږۍ
څوک د څوچونو په سيلاب راګير دی
شته چې د زړه دا غونه يي شمار نلري
شته چې د ظلم د ماڼۍ امير دی
شته چې ليلا سره خپل جام جنګوی
شته د هجران د جيلخانو اسير دی
نو زه د ژوند ته اخر څه ووايم
چې هر لحظه يي د احساس په وير دی
خاونده ما حفيظ مليار وبښه
که می له ژوند اخيستی بد تصوير دی