دخپریدو نیټه : 2011-05-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
بختیار تلاش
ستا انتظار ته يې د زړه انتظار نه دى پاتې
تا نه په سپينه خولګې کله خپل يار نه دى پاتې؟
تابه پلو له شونډو لرې کړ،لمبه به دې کړم
اوس دې په شونډو کې د شونډو انګار نه دى پاتې
ته لکه اوښکه مې په سپين رخسار را تويه شولې
پخپل رخسار باندې مې دومره اعتبار نه دى پاتې
د بنګړو شرنګ يې د ټول کلي مينان زوروي
له شوخو نجونو نه د کلي مزار نه دى پاتې
ما يې نامه د کلي منځ کې په چينار ليکلې
نه،نه غلط شومه د کلي چينار نه دى پاتې
په شین منګي یې داسې ولیکل چې حال مه وایه
د مینې راز نه مې تلاشه بختیار نه دې پاتې
۱۳۹۰-۲-۲
صفا راډیو