ستا دحسن ملغلري چي دچا پر ځګر توى سي
خيال يي وخيږي اسمان ته او له خولې څه يي زر توى سي
چي اسمان ته نظر وکړې لپي لپي باران وسي
باران نه دي دا خولې پر مخ له شرمه دلمر توى سي
دجنت ټول نعمتونه بې ارزښته بې بها کړي
چي دا ستا دښکلا رنګ دخولې خواږه پر کوثر توى سي
چي ځواني يي پر موج راسي دخزان ياد ورپه زړه سي
دګلاب پر باړخو اوښکه له ارمانه سحر توى سي
ساقي مۍ راته عطا کړي دکوثر په مينه مينه
چي يي خولې ته کړمه پورته لاس مي ريږدي ساغر توى سي
چي دنورو په سرو کي دخپل سر سرلوړي غواړي
عاقبت به يي په خپله توري خاوري پر سر توى سي
ستا دعشق رنګ باندي پروت دي چي مي خيال ترعرشه رسي
بورا نسي الوتلاي چي يي زر د وزر توى سي
(عرفان) ستا په انتظار يم دغه يو ارمان لرمه
چي مي ژوند ټول سپلني سي پراور ستا دنظر توى سي