مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

ډاکتر حسن-لندن

ته وا دمیو په پیالو کې موسیدل رنګونه      
چې مې په ګوتو ستا د شونډو تخنول رنګونه

زما په تګ دې چې تر ډیره ښورول لاسونه  
 دبوډۍ ټال شوې په هوا دې زنګول رنګونه

پکې نن بیا شفق خوره وه دافق لمنه              
 ستا په ګلشن کې درخسار يې ټولول رنګونه

مصور خیال مې جوړه وای ستا دیادونو تصویر
دزړه زخمونو مې له پاسه پرې شیندل رنګونه

په اننګو به يې خورې کړې بیا راټولې څڼې
سترګو که جنګ کړو خو لا سونو لوبول رنګونه

هغه شیندل پرې  دګلونو ته بل   څه ووایم
بس په رنګونو کې (حسنه ) لمبیدل رنګونه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery