دخپریدو نیټه : 2011-05-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
موري
نبیله وفا
ای خوږې مورې زما
دا ستا د غېږې نه چې لرې وتم
ډیره یخني مې وشوه
دومره يخني مې وشوه
لکه ماشوم چې تمامي وولاړ وي په شنو يخو واورو
خو مور يې نه وي چې اووچت
ېې کړي تودې غېږې ته
هو ستا د غېږې نه چې لرې ووتم
زه هم څه داسې يخنئ ووهلم
چې سر تر پایه پورې سوځمه په سرو لمبوکې
خو بيا هم وایم چې یخني مې کیږي