دهرچا د زړه دنيا كې يوڅه غلي،غلي ګرځي
زما او ستا د زړه دنيا كې يوڅه غلي،غلي ګرځي
ته پرما كوه شكونه،زه پر تا كوم شكونه
ځكه زما دزړه سحرا كې يوڅه غلي،غلي ګرځي
دې شكمن،شكمن وطن كې زما اوستا سپيڅلې مينه
خود به زړونو د هرچا كې يوڅه غلي،غلي ګرځي
زه چې هر چا سره مخ سم يوڅه زړه ته كړي رامنډه
خو افسوس چې انتها كې يوڅه غلي،غلي ګرځي
ماهم ډيري شپې سبا كړي تاهم ډير غمونه تير كړه
زمونږ دهر لمانځه دعا كې يوڅه غلي،غلي ګرځي