خدایه چه پوه یو که ناپوه دژوندپه لار روان یو
چه لا مړه نه یو خو په لوری دمزار روان یو
دمړولاره خامخا وی دقبروپه لوری
موږپه ژوندونی ښکارو مړه قطار قطار روان یو
کاروان موخوځی نامعلوم اونا اشنا لوری ته
څه مو څښلی دی چه هسې شان خمار روان یو
هوشیاران بدو ته کړی صبر ښو ته بیړه کوی
موږلېونیان دمرګ کندې له په تلوار روان یو
نړیوال مخ په وړاندې ځی، داعتلا په لوری
موږپه شادرومو خپل پرون ته په تلوار روان یو
کشکې دخپل اختیار په مټ موبرخه لیک ټاکلی
په پردی پله،په پردئ خوله،پردی کردار روان یو
ثمر دهسې شان بې ځایه قربانئ به څه وی
دنـنګ مورچل ته چه په نه زړه اوپه ډار روان یو
چه دپردیو په لمسون دخپل ځان جر ړې باسو
ویاړکړو چه قتل ته دخپلې موراوپلار روان یو
په نادانئ کړو په یو بل باندې دکفر فتوا
دثوابونو په خیال غرق خو ګناهګار روان یو
خود به مو پاتې قافله وی دزمان له بهیر
روهینه موږ چه دومره ورو قرار ،قرار روان یو
اوفن باخ ـ جرمنی
۱۶ـ۰۵ـ۲۰۱۱