دخپریدو نیټه : 2011-05-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
رڼې اوبه
نورالله غازي یار
زه چې له تا نه په سفر وتلم
نو تا په ما پسې رڼې اوبه ونه شيندلې
زما په زړه كې يوه ګيله لكه لمبه راتاو شوه
خو چې مې تاته سترګې واړولې
له اننګيو دې ګلاب اورېدل
له ښكليو سترګو نه دې
سپين څاڅكي
ورو ورو څڅېدل.