دخپریدو نیټه : 2011-05-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
رنځوره مور
فدامحمد نومير
نه کوي خبري مور رنځوره ده
پروته په بستر ادې مهجوره ده
دردلري اورنځ لري اه نه کاږي
ربړوکي د درداو رنځ محصوره ده
مه ورځني غواړه خور لؤ لؤ
نه شي زنګوای،زانګو معذره ده
مه ژاړه اومه تويوه اوښکي دي
رنځ اودردکي مورډيره صبوره ده
خدای مکړه زوال دموردپښوجنت
مورهغه جنت،دجنت حوره ده
کړه ورته دعا چي صحت يابه سي
حق کي دمورهر دعا منظوره ده
متحده ايالات،کلفورنيا
٢٣،مې،٢٠١١