مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

عبدالولی خان سرتور

وریځی دی کمان ستا تور باڼه د غشو چم کوی
نښه یی د خوار لور ته وارونه دم په دم کوی

ستا سره څلور شوی اوښکی لاړی د ګریوان په لور
سترګی می ړندی شه چی وخت نه ګوری او نم کوی

دا زړه دی په خوښه په رضا ترینه قربان کړلو
اوس دی نو خوله ماته شه چی ناسته ده ماتم کوی

دا د عشق ملا قاتل زما د بیګناه زړګی 
ځان ورته پاک ښکاری اودسونه په زم زم کوی

اوښکه د آسمان د سترګی راغله په ګل پریونه
لاړله خود سره شوه چمونه د شبنم کوی

څوک چی روان شوی ستا کوڅی ته د وصال په نوم
بیا نو کله زړه یی اندیښنه د جګ او خم کوی

ستا د زولفو تار یی اوس د زړه رباب ته واچوه
ناست ورته سرتور دی اوس یی سوچ د زیر او بم کوی

- روسیه د روستوف ښار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery