دخپریدو نیټه : 2011-05-25 مخپرونکئ : 27 - دبېنواخبریال - ننګرهار
بلال
حيات الله ګهيځ_جلال اباد
ياتور درنجو خال شه او يا تور لکه بلال
په زړه کې ګرځوه دمينې اور لکه بلال
سحر ددې زلمي اذان خوږې انګازې وکړې
له رنګه سور و سپين و، که نه نور لکه بلال
دا اوس اوس داسلام لښکر ته دوه زلمي پکار دي
چې يو ورور يې عمر شي او بل ورور لکه بلال
کافر که دې په سرو شګو داغې ملا او اړخونه
داغونه کړه دخداى په نوم ټکور لکه بلال
ګهيځه غلې مينه به دننه زړه لمبه که
دې خلکو ته يې وښايه لږ شور لکه بلال.