پیدا مې ستړې مینې کړله لار په ائینه کې
ښکاره يې شو انځور ستاد رخسارپه ائینه کې
امید هم رانه لاړ وبس شو پاتې ستا نظر ته
یوزه اوبل مې درد دانتظارپه ائینه کې
توپان دپیغلتوپ کې يې چې څنډوهلې څڼې
په هرطرف يې خور کړ انتشار په ائینه کې
که مل مې دغربت غم سره نور شول زړه چې مات شو
نوڅه ،خوتصویرونه شول کتار په ائینه کې
چې سره شوه له حیا ما هم کړې برندې سترګې ټیټې
لارښودشوم درنګونوداظهار په ائینه کې
ښکلا چې پکې ګوري اوپردیس ( حسن) وریادشي
په سوړ اسویلي جوړکاندي غبار په ائینه کې