په بها ر کی وسوسه د پسرلی غـــوټـۍ ژیـــړیــــــږی
پر وطن تنګسه راغــلی دزړو هـیلی کــمکۍ کیــــږی
اور بل سوی دی پــه کور کی د خپل ځان د بیغــورینه
هیڅ خبر نه یو لـــه ځا نه د مـــرګی ګـــولی اوریـــږی
د کوګــــل نه ساه ختـلی هـره ورځ چیـــغی بــــــغا ری
خلګ رډ رډ ورته ګــوری پر سینی مـرمۍ ښخــــــیږی
بی پروا چرتونه ګوره د مــــرګی پـه خـــوب بیـــده دی
تـــــری تـــم د وحد ت چیغـــــه افغا نی کښتۍ ډوبیږی
خــــدایه تــه یې وســـیله سی د نجـــات لاره پیــدا کړی
ټول امکان ستا په اختیا ر کی د کوچی کږدۍ نړیـــږی
ارما نونه زړه کی کوټ دی ا ما نزیــــه ورتــه ګــوره
هـره ورځ لمبی پر ګرځی د مرګی سلګۍ ډ یــریــــږی
محمد اسحــق ا ما نزی
نــا روی ۱۸ـ۰۲ ـ۲۰۱۰