دخپریدو نیټه : 2011-06-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ښکلي شهلا
ولی محمد نورزی
۲۰۱۱ جون
څومره ښایسته ده، د ګلونویوه غُونچه ده
نازکه ده شیرینه،د خوږو مسروکپَه ده
په نازاوپه ادایي،مخلوقاتټول لیونې کړل
دحسن شا پیرۍ ده ، د شکرو پتاسه ده
توری اوږدي زلفي يی،ټالیږي په اوږوکي
باڼو يي د ښکارغښۍدي،دمیني یوه نمونه ده
خماری توري سترګی يي،دزړونوښکاریدل کا
شهلا د تبسم ده ، په مسکا یي ډ که خوله ده
کږه وږه روانه ده، د زرکي په شان درومي
فری د فرستان ده ،خوی عادت کي نازدانه ده
سپینه سپینه چه ښکاریږې ،مینا غوندي ږغیږې
سری شونډي يي نازکي، نري ملا یي پسته پله ده
مجلس دخوب رویانو، کيدا ښکلې ښکلي ښکاري
نصیب که دي د ید ن شی ، په کتو یې ننداره ده
د داغي زړونو مرهم ده،که علاج دي په درمل سي
یوګل د ګلخانيپه بڼ او باغ کي، د سروګلولاله ده
شبنم د سهر ګاه ده ، غوټي غوندي غوړیږی ګلستان ته
خوشبوهده ګل خندانه، د ګلشن د باغ میوه ده
تصمیم به د لیدو کړم، که ژوندی وم یو څوورځې
نورزی به څه ګیله کړي، دا د خیا ل یوه شیبه ده