مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-06-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تنهایې

بصیراحمد بشارت

غزل
په تنهايې كي چي مي ژوند ياره بي تا تيريږي
هسي مي زړه خفه خفه دى چي بيګاه تيريږي
پخواخوښه وتنهايي وه نور غمونه نه ؤ
    اوس مي زړګی پرهر پرهردي چي آشناتيريږي
لباسي ياره خوښ مي نه سوې دوكه بازوختې
ما ويل دژوند تړون له تا سره هوسا تيريږي
اوس ستا غمونه دي او زه يم ملګرتيا موكړي
    غماز ظالم اوس ستا ترڅنګ ډير په ريا تيريږي
مينه مي كړي مينه كړم اومينه نه پريږدمه
دبشارت هوډ ډيرقوي كه له دنيا تيريږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery