دخپریدو نیټه : 2011-06-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګولی(مرمئ)
عبدالولی خان سرتور
را روانه وه ګولی و زما کورته
چی رالنډه شوه کتل یی زما لورته
راته وه یی وی در کوم د ژوند شیبه
په خبرو شوه، شروع یی کړه قیصه
وی رازه چی اول ځان در معرفی کړم
بیا به وروسته دی ټټر زخمی زخمی کړم
زه لمسی د انګریزانو د ټوپک
پلار می روس و ولی شولی ته هک پک
پلار نیکه به می کول حیکایتونه
ډیر کول به یی له تا شکایتونه
کومه ورځ چی می شو نیت د ستا پر لور
ټول ټبر می شو خبر جوړ شورماشور
چی ټول پوه شول یم روان نه پاتی کیږم
هر چی کیږی هه به کیږی نه ستنیږم
نو نیکه می راته وکه نصیحت
هم می پلار چی کله را یی غلو نوبت
ګوره دلته ازمایلی مو خپل زور دی
پر غرو دښتو په هر کلی په هر کور دی
مخامخ یی وی سینه موږ ته نیولی
هر بچی یی د ی ملالی روزولی
د میوند د لور د خلکو په ځان ساتی
چی پیغور یی لا تر ننه پر مونګ پاتی
د مشرق د خوا ټول خلک شاعران
په قلم به دی کړی ځان پوری حیران
بیا می پلار راته د ستانه په ژړا شو
غیږ یی راکړه لاس یی پورته په دعا شو
ویل یی زه ته دی هم وه ازمایه زور
په هر کلی په هر کورکی بل کړه اور
ډیر په بیړه باندی لاړم میوند لورته
د میړانی د غیرت د شملی کورته
میندی بوری ښځی کونډی می کړی ډیری
ټول وو چپ وی د غیرت خبری هیری
دی نه پس شوم د مشرق په لور روان
ډاریدمه چی دا ټول دی لیکوالان
خو چی راغلم دلته هم چپه چوپتیا وه
د لیکوالو شاعرانو وتی ساوه
ماوی زه به دلته ډیره بی پرده شم
د پښتون کلکه سینه کی به کږه شم
تاسو ټول د جهالت په خوب ویده
هم د لر او هم د بر می ولیده
که زه ستا ددی غفلته وای خبر
لټوه می ځان ته بل ځای کی ځګر
چی په توره نه شوه پری ستا کلکه غاړه
نو زه جوړه شومه ستا سینی لپاره
زه یم اور خوښ می د اور پشان زړګی
چی هیڅ ډار ور سره نه وی د مرګی
نور دی نه نیسمه وخت ستا د ژوندون
تل به مری که سره یو نشی پښتون
په بی ننګه ژوند به څه وکړی سرتوره!
ته زما نه ګیله مه کوه زما وروره!