دخپریدو نیټه : 2011-06-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
رڼا مومند
لاره دهیلو مو اوږده ښکاریږي
ډکه له اوښکو پیمانه ده ښکاریږي
عقل منطق او انسانیت تری درومي
څومره بی ننګه زمانه ښکاریږي
نښه دمینی او الفت ورکه ده
بس له مطلب سره چاره ښکاریږي
د ډالر قدر مو له ورور نه لوړ شو
څه بازاري غوندی کیسه ښکاريږي
ویالې د حرص په هری خوا بهیږي
د دنیا مینه مو میلمه ښکاريږي
هریو نیوکه پر یو بل کوو نن
څومره بدرنګه سلسله ښکاریږي
خدایه، سبا ته راته ښکلئ کړه بس
که نه بدرنګه زمونږ شپه ښکاریږي
رڼا لږ پام کوه چې خلاصی نه شي
د زړه په وینو ګذاره ښکاریږی