ماچې دجنګ قصې ،قلم سره شريکې کړلې
زړګۍ ېې وچاودو،له خولې ېې وينو څريکې کړلې
په خپلووينويې،په سپن کاغذ،سره خط وليکل
دادانسان،دښمن انسان ته يې،ښه غټ وليکل
وې يې انسانه ! ته له مينې،خدای انسان پيداکړې
ته يې اشرف المخلوقات،دټول جهان پيداکړې
دډيرې مينې نه،نوم خدای درته "انسان"درکړو
تاته يې عقل،فکر ګوره ښه پريمان در کړو
خدای ژبه درکړه،اوقدرت يې دبيان درکړو
ضمير يې درکړو،ګوره!تاته يې وجدان درکړو
وې يې انسانه! اوس له تانه انسانيت هير شوئ
چې خدای درکړئ،اوس له تانه شرافت هيرشوئ
!وې يې انسانه
ماخو کوم پړانګ ليدلئ ندئ چې پړانګان وژني)
داسې زمرۍ نشته انسانه، چې زمريان وژن
داسې مارنشته چې راپورته شي،بل مار وژني
نه کوم خامارشته،چې پخپل لاس بل خامار وژني
داسې غوايې نشته،چې بل غوايې په ښکر وژني
نه داسې خرشته،په لګته، چې بل خر وژني
نه کوم ګيدړ شته،چې دخپل غار ګيدړان وژني
نه کوم خنځير شته،چې پخپله خپل بچيان وژني
داته انسان يې ای انسانه ،چې انسان وژنې
ته! ليونئ يې،چې خپل وروڼه خپل بچيان وژنې
ته پردي نه وژنې،خپلوان وژنې،دوستان وژنې
ته خپل ضمير وژنې انسانه!خپل وجدان وژنې
!غوږشه انسانه څوخبرې،دقلم واوره
!ښه ورته ځير شه،دقلم وصيت، ښه سم واوره
!په خپلوکړو،وړو دې انسانه بياکتنه وکړه
!ته دې دخپلو تيروتنو،ارزونه وکړه
!په انسانيت او شرافت،له سره ژوند وکړه
(!لکه قيام داپاتې ژوند دې،نور په خوندوکړه
مادقلم ليکنه ولوسته،حيا راغله
لکه ښکنلئ ماشوم،کيناستم ژړاغله
والدورف/جرمني