دخپریدو نیټه : 2011-09-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
عبدالصبور(صابري)
چی په زړه باندی دی بله پاچاهي شي
که شاه هم یی درته پیښه غلامي شي
داانصاف دمعشوقودی نورڅه نه دي
په عاشق اورونه بل کړي ټول ستي شي
سوچ اوفکرورسره وي ټول دمینی
ورځ په ورځ یی زیات غمونه دزړګي شي
لیونی شي سربډاله غوندی ګرځي
تری نه پاتی ددنیاواړه هستي شي
هریوکس ته به دزړه حالونه وایی
ځکه کوراوکلي چم کی تهمتي شي
دزړګي واګي یی لاس کی دبل ورشي
که په صبرصبر یارورته راضي ش
بس په تمه دجانان رضاکی پروت وي
چی دمړی سترګی به کله ریباري شي
ډیرویریږي دزړګیوپاچاهي نه
هسی نه چی کله ګیرپری صابري شي