دخپریدو نیټه : 2011-09-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
ډاکتر حسن
اور راکې مړکړئ کور د شر خو نه یم
دچا وطن یمه مجمر خو نه یم
لا خو مې هسکه ده جنډه دشملې
نهر به یم لاس په ټټرخو نه یم
غمه اخیر خو به دې کړمه چاره
تر څو به ژاړم سمندر خو نه یم
هو له غربت به ترهیدلی ښکارم
خو ستمګره ترهګر خو نه یم
درد خو به ژاړمه ظالمه د ځان
اخیر انسان یمه کمر خو نه یم
تل کړم د زړه د تل وینا حسنه
شاعرسړی یم څه نوکر خو نه یم
لیږونکی هلال احمد