د مسافر مړی وطن ته يوسۍ
چې مور او پلار به يي ديدن يادوي
هلته به يي سترګو ځينې وينې څاڅې
د خپل بچي به ځنکدن يادوي
له غمه ډک به يي سلګۍ وهلي
مخ په وطن به يي کتلي هم وی
په ځنکدن کې د ارمانه سره
په تړمو اوښکو يي ژړلي هم وي
له اميدونو نااميده انسان
د خپله خاوره او ګلشن يادوي
د مسافر مړی وطن ته يوسۍ
چي مور او پلار به يي ديدن يادوي
راوړۍ کفن زنه يي وتړۍ زر ---- ټول ارمانونه يي په زړه پاته دي
په خندا ډکه خوله يي ونه خندل ----څه يي ويل هغه په خوله پاته دي
تابوت يي پورته کړۍ عذته سره ---- دا هر انسان دخپل مدفن يادوي
د مسافر مړی وطن ته يو سۍ ---- چي مور او پلار به يي ديدن يادوي
يو خوا هجران بل خواته مرګ شي خدايه - په د خوارانو باندې څه راغلي
له وطن لرې سرګردانه ګرځې -- په افغانانو باندې څه راغلي
دا جنګ جګړي به کله ختمې شي نور --- حفيظ مليار د خپل ختن يادوي
د مسافر مړی وطن ته يوسۍ --- چې مور او پلار به يي ديدن يادوي