دخپریدو نیټه : 2011-09-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هنر
اجمل اټک يوسفزی
چا د خپل دلبر سره سبا کړې شپې
ما د غم لښکر سره سبا کړې شپې
خير د يو ذرې هومره چا را نه کړ
هسې مې هر ور سره سبا کړې شپې
هيچا مې زخمي زړګی ملهم نه کړ
ټولې مې پرهر سره سبا کړې شپې
خوږ غزل مې هر چا ته ور ورسو
ما د خپل هنر سره سبا کړې شپې
لوبې مې اټکه وکړې اور سره
ما د هر خطر سره سبا کړې شپې
/ کامه