دخپریدو نیټه : 2011-09-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سپينی کوتری
ړنامومندي
نن می لیدلې چی زما په لورې
تا پروازونه کول
ستا په وزورونو کی رڼا د زړه وه
تا راته لیری فاصلونه ګلې
ماته امید دسولې و ځلاوه
ستا په مښوکه کی ما مینه لیده
ستا په وزرونو کی ما سوله لیده
ستا په څپانده الوتو کی ښکلې
ما خپل دردونه مساپر ولیدل
ای د سپیڅلی نوم د سولی نښی!
ما درته زړه په لاس کی پورته ونیو
ما درته ماتی هیلی وښودلۍ
ما څاڅکی څاڅکی ملغلرې درته
ستا په قدم تویی کړي
ما خو ځولی د ارمانو خوره کړه
ما درته خلاصه کړه کړکی دهیلو
خو ته؟
خوته می ورکه کړلي
څه نا څاپی غوندی دوخړی شول
توری دوخړو کی هرڅه تور شوله
د خپل وطن په بام ولاړه ومه
ښکته می وکتل لمبی لوړیدی
ښکته می کوکی او ناری ولیدئ
ښکته می او ښکی او ګیلی لیدلۍ
ښکته له بامه؟
ښکته می بڼ د وطن بیا رژیده
بیا می چی پام شو ته خو نه وی هلته
ته د اسمان په شنه لمنه پوری
رانه پردی شوی ولۍ؟
ته وې زما له خوار وطنه لیري
څه لیرو لیرو فاصلو کی ورکه
لکه تصویر د وریځو
لکه د خیال ښاپیري
لکه یو پړک لکه دسیورې په شان
له مانه ورکه شولۍ!
اوس چی روایښه شوم له خوبه ګلې
په زړه کی ستا د سپینو سپینو بڼو
او دوطن د هیلو، هغه خوبونه لرم!
کله به راشي ګلۍ؟
زما غمجن وطن ته
کله به راوړی سپرلي؟
زمونږ د هیلو بڼ ته؟
خدایه دا خوب می یوځل؟
ته په ریښتیا بدل کړي!
ته په ريښتیا بدل کړی