د پښتو ژبې تکړه شاعر ښاغلي درويش دراني ته !
(زه به درځم ته به راځې په مينه ))
ناست دهنر پرتخت بې تاجه پاچا
ته دغزل دملکې شهنشا
ټول شعارونه درته سر ټيټوي
شعر دي سيالي کوي پر ټوله آسيا
چي موشروع کی مزل ټول په شپه کي
ژوندله تيارو سره خپلوي وکړله
پښې مو تړلي دي دشپو په ځنځير
راسره وخت دا ناځواني وکړله
دلته (ناورين پسي ناورين ) راغلی
ژړوو شناختي دشهيدو قبرو
دژوندو ساه ده په ژوندون ختلې
ماتم مېلمه دی پر ژړاندو څېرو
دلته شی نسته چي څېره کو عيان
هنداري ټولي دي په کاڼوماتي
ستوري موټوله په لمن کي ژاړي
اوښکي مو خپل راز په ګريوان کي ساتي
يون مودی ټوله پر اغزنه لاره
زخمي مو پښې زخمي لاسونه دي اوس
لايو روان په ناپايانه سفر
راسره مړه ټول څراغونه دي اوس
ای زما پرديسه مسافره آشنا !
ستا دهنر قدر څوک نه پېژني
دبې هنرو په مسکن کي اوسو
دلته تياره تر سحر ښه پېژني
ګرانه دژوند لوبي همداسي وي تل
پرګلابونو هم خزان سي څرګند
دبهار ناوې به خپل شال غوړوي
هم به مومځکه هم اسمان سي څرګند
دغزل بڼ ته وچکالي راغلې
چي سي پرڅانګو داورښت پسرلی
اوبه به ستا دغزلونو ورکو
سي به زرغون بيادنوښت پسرلی
په شنه دسمال کي پسرلی به راوړي
دسرو ګلابو ګل ورينه ډالۍ
سيمه به ټوله سندريزه ښکاري
نسيم به وپاشي عطرينه ډالۍ
بيابه ارغند کي شنه عکسونه ښکاري
دپيغلو ونو دسينګار دموسم
نازکي څانګي به اوبو ته کږې
سي له شوخۍ څخه پر ملا پيچ و خم
بيا به په سرو شونډو انارګلونه
زانګي پر څانګو دبهار ګلونه
بيابه سرود دنوي ژوند ږغوي
دبلبلانو دچيغارګلونه
بيابه له سره ترانې جوړوو
چي کړو ودان دا وران خټين کورونه
بيابه د ژوند څيري ګريوان وګنډو
سوله به ومينځي غمګين کورونه
بورابه زړه يخ کي دګل پر لپه
څښي دسپينو مرغلرو اوبه
وږمه به څڼي دګلاب ږمونځوي
ارغند به راوړي دسندرو اوبه
بيا به اغزن بېلتون په مينځ کي نه وي
نور به دتن دادوې ټوټې وګنډو
بيابه ديو وجود په شاني ښکارو
چي د ورورۍ په ستن سينې وګنډو
پرش دګل پاڼو (بشارت) به راوړي
له پاسه اوري به دعطرو باران
زه به درځم ته به راځې په مينه
په يوه زړه په يوه فکر روان
۱۳۹۰/۶/۷کندهار افغانستان دروژې ۲۹تمه