دخپریدو نیټه : 2011-10-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په تا کې وينم
مليار
دا دې دنيا څه نعمتونه چې دې
افغانستانه دا په تا کې وينم
دا دې ګلانو څه عطرونه چې دې
افغانستانه دا په تا کې وينم
که په هر ملک کې معدنونه ګورې
هيواده تا ترينه کم نه بولمه
که زمرد يا مرجانونه ګورې
هيواده تا ترينه کم نه بولمه
چيرته ياقوت او که لعلونه چې دې
افغانستانه دا په تا کې وينم
دا د دنيا څه نعمتونه چې دې
افغانستانه دا په تا کې وينم
هسکه شمله له حمتونه ډکه
له ميروس خان څينې يادګار پاته دی
له ميوندۍ ملالې هره ټپه
پيغلې او ځوان لره يادګار پاته دی
ديرې جرګې او ګدرونه چې دي
افغانستانه دا په تا کې وينم
دا دې دنيا څه نعمتونه چې د ې
افغانستانه دا په تا کې وينم
له پاچايي د بل وطنه څينې
ترې ملنګي د وطن ښه ښکاريږي
حفيظ مليار پکښې خاپوړې کړي
دا خاکروبي د وطن ښه ښکاريږي
دا د سحر ښکلي بادونه چې دې
افغا نستانه دا په تا کې وينم
دا دې د نيا څه نعمتونه چې دې
افغانستانه دا په تا کې وينم
ويانا د اتريش ښار ترې