دخپریدو نیټه : 2011-10-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سوله يوه ورځ
زرلښته حفيظ بشريار
يوه ورځ به دانړۍ دسولې کورشي
اوازه دانسانيت به په هرلور شي
مانديلا* به افريقی نه را پيدا شي
زمادسولې پلويانوسره ورورشي
طبعيت به دانسان دښکلا موروي
که دسولې هنګامه په نړۍ خپورشي
هيڅ تعبض به ځاې دسولې بدل نکړي
نه جنګونه به کوربه زمونږ دکور شي
زما ګران افغانستان کې به وي سوله
که الله درکې قبوله دعا دمورشي
يوشتم پيړۍ دسولې پيل نامه ده
که نړۍ کې انسانان دخدای په لورشي
د حفيظ د دعا لپه تشه مه شې
يوه ورځ به دانړۍ دسولې کورشي
کابل افغانستان