پښتنې پیغلې ستا وفاته سلام
یار درنه غرب ته په سفر تللی دی
بیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټي
خو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دی
په نم دسترګو دې پوهیږم ګلې
نم دمچکو دې رخسار ته غواړي
سره اننګي دې ولونه ولونه نه شول
مالیار دخپل حسن ګلزارته غواړي
ته هم سینه کې یو زړګوټی لرې
چې په شرابودی قدرت مینځلی
درنه بې باکه نه شو ځکه چې تا
په زمزمي مینه فطرت مینځلی
دپیغلتوب پیټي ستومانه نه کړې
لا دې ا خیستی دحیا په اوږو
تاند ارمانونه دې بې صبره نه شول
لا دي پراته دانتظار په چړو
پښتنې پیغلې ستا وفاته سلام
یار درنه غرب ته په سفر تللی دی
بیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټي
خو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دی
ته چې بنګړوته دهمځولو ګورې
شرنګ يې داستا دزړه درزا زیاته کړي
شي ازانګې يې ستا په روح کې خورې
دیار دوصل دې سودا زیاته کړي
خوستا دي لېچې لکه شاړې دښتې
پکې بنګړي کتاره ولی نشې
یار دې کوڼ شوی په کړنګا دپیالو
په شرنګ يې ځان ته رابللی نشې
له دروازې سر رایستلی نشې
هسې نه داغ دې په لمن ولګي
دچا سپرغۍ به دنظر تیره شي
اوربه داستا دپت په تن ولګي
دبل په غیږکې داشنا زنګيږي
ته يې تصویر سره خبرې کوې
شپه وي په تلو ته دسلګو په ژبه
دخپل تقدیر سره خبرې کوې
په هغه څاڅي دسرو څڼو خوله
دتورو څڼو يې شغا ده هیره
اوس دشنو سترګو په رڼا راپاڅي
دتورو سترګو يې ځلا ده هیره
تا لا په زړه ده دزغم تيږه ایښې
هسې نه شور دې غلبلې خورې کړي
لاس دې په خوله نیولی ویره لرې
هسې نه غږ دې ګنګوسې خورې کړي
پښتنې پیغلې ستا وفاته سلام
یار درنه غرب ته په سفر تللی دی
بیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټي
خو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دی