مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

ډاکټر حسن


په اروا کې مې نغمه شوه ،زیر و بم کې لمبیدله
ستا شغا چې د رلفانو ،پېچ وخم کې لمبیدله
ستا خو یو د ناز کاته وه،پرې خبر هم شاید نه یې
زما څړیکه د پرهر وه،په مرهم کې لمبیدله
ما وې څه دې کړل څيرې،بیا ډ کو سترګو کې زما نن
وې خوشبو د سره ګلاب وه،په شبنم کې لمبیدله
ستا حیا وه زیاتیدله،په څپو څپو خولو کې
زما تنده لیونۍ وه په زم زم کې لمبیدله
ستا د خیال له وریتي دښتي ،جل وهلې راستنه شوه
تلوسه مې بیا د سترګو چې په نم کې لمبیدله
چا خبره کړه حسنه ،ستا له تګ نه نا ببره
په زعفران د بیلتانه چې ستا په غم کې لمبیدله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery