ګوره ورکیږي اوکه ورک شو دا قام
ټوله هستي به دې بدرنګه ښکاري
وکړه پرې نګ ای نګیالیه خدایه
کنه دنیا به دې بې نګه ښکاري
خدایه داستا له پیرزوینو نه ځار
دانساني شعور دې پانګه راکړه
وينه زما دې پښتنه پیداکړه
دنوراني مذهب دې وړانګه راکړه
خو داشعورکله په اورشي بدل
شي راوچته مې لمبه په زړه کې
اخیر انسان یمه بې وسه یمه
ايساره وی نشم ګيله په زړه کې
ډیر دې خاطر ورباندې نه درنوم
هسې دزړه درته خواله کومه
هغه چې ستا مینه په وینه ساتي
دهاغه قام درته کيسه کومه
ډېري زړې زمانې نه راسپړم
دنني وخت دمجنون کيسه ده
ستا ددوزخ لوغړن نه یادوم
ددې دنیا دوريت پښتون کيسه ده
ددین جذبه يې ستاتر هسکه رسي
خويې له روح نه نا خبر پاتي دی
دښمن همدا ورته وسله جوړه ده
چې لا په څوکه دخنجرپاتي دی
دی ترې نه تمه ددرمل لري لا
وينه دزخم يې څټي ظالمان
دجنتي خاورې کيسه يې پرېږده
مورنۍ ژبه ترې لوټي ظالمان
څوک يې راټولي کړي ټوټې دبدن
مکار دښمن په لر اوبر وېشلی
ځه له پردو نه خو ګيله نه کيږي
ده ځان په ښه او بد ټبروېشلی
خو خدایه ته خو دغه قام پیژنې
لا دې اسلام ورته راغلی نه وو
ريښتنې لار يې دپښتووهله
لا دې پیغام ورته راغلی نه وو
نن پرې راټول دي شیطانان ددنیا
پکې یویو ګوري دسر سرونه
چاورته لاس کې زولنې نیولي
چا يې پېيلي په خنجرسرونه
ګوره ورکیږي اوکه ورک شو دا قام
ټوله هستي به دې بدرنګه ښکاري
وکړه پرې نګ ای نګیالیه خدایه
کنه دنیا به دې بې نګه ښکاري