وایه زمونږدبې وزلانوبه نوڅه اختروي
زمونږدمینوورانو،ورانوبه نو څه اختروي
خوارکئ مور یې چه دیوجوړکالووس نه لري
بې موراوپلاره ماشومانو به نو څه اختروي
چه پري دپاسه راوریږی اسمانی بمونه
دشتو راغو کې دکوچيانو به نوڅه اختر وي
چه نه کالی لری ډوډئ په خیراتونو غواړي
دګرېوان لوندو غریبانو به نو څه اختر وي
چه دمیلو په ځای اختر په هدیرو کی نمانځی
دخویندو،میندو او بیبیانو به نو څه اختر وي
په بدبختئ کی یې چه غواړی هر رقیب خوشبختی
دې بد قسمته افغانانو به نو څه اختر وي
غم کې پیدا،غم کې رالوی،اوس هم په غم کې اوسی
د داسې نجونو اوځوانانو به نو څه اختر وي
چه نه هوس وې، نه خوشې،نه ازادی وی پکې
د هسې ژوند د خاوندانو به نو څه اختر وي
هغو چه بایلودل سرونه پرې رحمت به اوری
دوطن پلوروانسانانوبه نو څه اختر وي
دجهالت په اور یې سوځی دعرفان جونګړی
دوران ښونځی دمکتبیانو به نو څه اختر وي
وطنه ته چه په اورسوی لوغړن اوسیږې
دا ستا دعشق دملنګا نو به نو څه اختر وي
چه په ګلپاڼو یې لا ناست دی تورکارغان دجهل
دې هسې بڼ دبلبلانو به نوڅه اختر وي
چه دامید شمعې یې مړې داستعما رلوخړو
دمړه څراغ دپتنګانو به نو څه اختر وي
چه دنکریزوپه ځای سره کړی لاس په وینو دیار
دې غمجن عشق کې دخوبانو به نو څه اختر وي
موږغریبان به یې په لوړ سر په ژړا ونمانځو
دبل په زورناستومشرانو به نو څه اختر وي
لکه روهین چه دوطن په غم غمجن اوسی تل
هسې بادرده شاعرانو به نو څه اختر وي
جرمنی- اوفن باخ ۰۶.۱۱.۲۰۱۱