مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تـــــــــــا ریــــــکه وه

محمداسحق امانزی

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ورورکیسه را ته کوله
توره شپه وه تا ریکه وه
سړې د ژمي شپې وې
تورلوګي وه په هوا کي  څرخیدله
ارامش د روح هیڅ ځای نه معلومیږي
هره ورځ  یوپیښه کیږي
داسمان پر مخ پرته توره پر ده وه
پورته کښته د اور یځو د بد به وه
دوحشت لمن خپره وه
توره شپه وه تا ریکه وه
 په درانه خوب کي بیده وم
نا بـبره د درنوتوپونو ږغ شو
زه راویښ سولم له خوبه
ما ویله چي نـن بیا ده کومه لوبه
څوضربې دها وانونو
که مرمۍ وې دتوپونو
یا ا نداخت و د ټا نکونو
چيري بیا نوی ما تم شو
توره شپه وه تا ریکه وه
خپل پټو مي پراوږو کړی
لڅي پښې مي ورځغستله
چي راووتم د کوره په کوڅه کي منتظرشوم
غلبلې شولې په زوره
حالت سم نه څرګند یږي
لوړي کرږي پورته کيږي
هیڅ مي سر نه په خلاصیږي
توره شپه وه تا ریکه وه
یوواربیانور  د رزها رشو
 سوي چیغي ترغوږوشوي
پاس پرسر د ټوله کـلي
دوه د رې کوره سره پړي
 ویجاړ درې واړه کورونه
نه یې ور نه دیوالونه
چي تر لاندي وه هډونه
توره شپه وه تا ریکه وه
لوی واړه تر خا ورو لاندي
د چا ما تي کـکری وې
بې کسي وه په غمو کي زه لويد لم
 په هیڅ شي نه پوهيد لم
څوک لا وخته شهیدان وه
نورپرلاري ور  روان وه
خپل په ځان پوري حيران وه
ما ور وتړلې زني
توره شپه وه تا ریکه وه
زه چي ورغلم صحنې ته
د مرګونو سلسله کي
دخواخوږوکمبودي وه
سرترپایه بېغوري وه
بیوزلان په وینورنګ   ټوله تپیږې
 چي شل تنو ته رسیږي
شها د ت لره ستنیږي
مرستند وي خوبیخي نه وه
توره شپه وه تاریکه وه
ځني کور تر کور تباه شوه
چاکي یو یا دوه ژوندي دي
هم واړه وه هم ځوانان وه
نراوښځي ما شومان یا مشران وه
ما ویل یا پرورد ګا ره
سا تند وی  یې مد د ګاره
رحم کړه خپل د درباره
توره شپه وه تاریکه وه
هيڅ ګناه یې نه درلوده
 په هیچا یې غرض نه و
خپل په مځکه کي لګیاوه نه اخته د چا په غلا وه
په ښه خوي کي برملا وه
خپل په کور کي سره ټول وه
ټوله يو کور او کهول وه
نه محتاجه دکچکول وه
توره شپه وه تاریکه وه
نه روغتون  په شاوخوا کي
نه ډاکټر و نه درمل وه
رډي سترګي مو کتله
ښایسته ځوانان وګوره چي په وار شهید ید له
د مرګومیله پرکيږي
هیڅ مد د نه ور رسیږي
دهر چا زړه پر سوځیږي
توره شپه وه تاریکه وه
د ظالم دښمن له لاسه
لوي کوچني موتباه کيږي
سحرګاه شوه د سهارپه لمرختوکي
ولس ګرځي په کوڅو کي
خلګ ټول اګاه کيد له
پسپسک سو یوله بله
چي دا څنګه پیښه سوله
توره شپه وه تاریکه وه
لوي ناورین پرټوله کلي
دافسوس ږغونه پورته
څوک روان شول هدیروته
د قبرونوجوړید و ته
دوي ويله خداي نا ترسه ظالمان دي
خپل دخلګو دښمنان دي
د پرد یونوکران دي
توره شپه وه تاریکه وه
ښخ شوه ټول یوویشت نفره
دغه خلګ بې ګناه وه
سبا ورځ په فاتحه کي
مشران وه په جلسه کي
لو پوښتنه به کيد له
چي دا څنګه پیښه سوله
چاچي کړې داګناه ده د لته چانه پیژندله
توره شپه وه تاریکه وه
خلګ ټوله وه په وام کي
ټول جرئت ورځني تللی
خپل دښمن ورڅخه ورک دی
هر هوښیار ورته هک پک دی
یوهد ف ښه څرګند یږي
په یو لاس به هرڅه کیږي
که یو نشوکلی کوربه ویجاړ یږي
ټوله خلګ په دې سلاشوه
توره شپه وه تاریکه وه
دغه حال چي چا ليدلی
پر ولس یې زړه سوځیږي
زموږ افغان ولس ته ګوره
ورور بیزار دخپله وروره
یوځان خرڅ کړي پر پردیو
سترګي سرې وي یوتربله پر چوکیو
دپیسوپه وجه  باندي اخته شوي پر بد یو
توره شپه وه تاریکه وه
ظاهري خبري ډيري
اتحاد راڅخه ورک شو
اعتماد او باور نسته
دورنګي په یارانه کي
خوند دورور په زولانه کي
امانزیه  خپل سري شوه خلګ ډیرښه په  پوهیږې
ورته ګوره خپله دوي پښیمانه کیږي
هسي وخت ورنه تیریږي

محمداسحق امانزی
ناروي ۰۶ اکټوبر  ۲۰۱۱

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery