زما په اوښکو لمبيدلې اختر
دمسافر زړه درديدلې اختر
دارمانو ډيوه لا تته سوزي
سپيره قسمت نه قهريدلې اختر
****
زه يې داوښکوپه سلګولمانځم
د زړه په پټو تلوسو نمانځم
وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه
دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم
****
د اختر ورځی سهارونه نشته
هامازديګراو ماښامونه نشته
وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه
ها دزيارت ميله ځايونه نشته
****
اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې
زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې
کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه
تورماښامونه چې سبا ورک کړئ
****
شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري
ملالی هيلی مې نغمی نه لري
د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي
ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري
****
څوک دانګريز په پل قدم اخلي
څوک داسلام په نوم درهم اخلي
هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي
مالدار په غيږه کې صنم اخلي
****
غريبان هم ډير ارمانونه لري
الله هم وايي چې دوې زړونه لري
يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور
هر مسلمان دغه فرضونه لري
****
خو ای زما دوطن ښکلي خلکو
پښتو، غيرت کې نازولي خلکو
دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي
سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو
****
مونږه اسلام په نوم مذهب لرو
اختر برات ته يې عقيدت لرو
راځئ چې وګورولعلونه په کې
مونږه اخترکې ډير عزت لرو
****
مرور درومې دپخلا په لوري
مين ديدن غواړي ليلا دلوري
زه مسافره هم دغه لاره څارم
که اختر راشي داشناله لوري