دخپریدو نیټه : 2011-11-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اختر
آمیر سرسام سمون
خدایه څه وکړم اختر دي سپـــین ســــــحر دي
د زړګی سر مي مسافر دي په ما محــــشر دي
د خداي دپاره جانانه راشه د اختر شــــــــپه ده
نن د حــــــج مازیګـر دي صبا اخــــــــــتر دي
ماته د ســـــــاه د رګ نه زیـــــــــات نزدي دي
که هرڅو ځما جانان د وطـــــــن نه بهــــر دي
نوی کالی واچوم ځان سـینـګار کړم چـــــــــاته
هغه بنده خو وطن پریښودلو مـســــــــافــــر دي
جانانه تاته جوړي زه دریــــادیږمه نـــــــــــــــه
ستا د راتلو په انتظـــــــــــار مي سوي نظر دي
تاسره ځما هـډو څه خــــــــــــــــــــیال نیشته دي
زړه مي په تاپسي شلیدلي د وینی مي کینسردي
خلق به څه کړم د زړه سره تــــــــــه دنیا ي ځما
خپل ستمونه ادا ګنړی په زړه کافـــــــــــــــر دي
اوس لکه مرغي په اوچــــو ډکـــــــــــو کــــیـنم
داسي ي سودائ کړم جانان مي جادوګـــــر دي
ځما دګل غوندِ ځــــــوانی به تاته شاړه ښکاری
ځما په نظر لکه د شیدو د پیروی مي دلــبر دي
که د مســتۍ غـوټۍ مي اوســــپړدل ګلـــــــــونه
بیا په بـــــام مي ګوره خـتم مي صــــــــــــبر دي
٬٬ســمونه٬٬د ځـواني مي آخـری شپه ده که راځي
بیا به شیطان مي لمسوی خــــراب مي کـــــر دي
د کټ په خـــپــو به په شیبو شیبو به ناستــه وُومه
چه کله نه مي اوریدلي د جانان د راتلو خـــــبر دي
ستا سندري خو لمبي کوی خو اختر مو مبارک شه
ټــولــو پښتــنو ته هغه که لــــــر او که بـــــــــر دي