دښمن زموږ د سر سړی نه پریږدي
دلته د سر سړی ژوندی نه پریږدي
پیغلی یې کور کې ایښوده نه غواړي
چې ګودر نشته نو منګی نه پریږدی
له کلی ووتو صحرا ته لاړه
خو هلته هم څوک ليونی نه پرېږدي
زموږ د دین او کلتور دښمنان
زموږ په سر باندې پګړی نه پریږدی
خپلو بچو ته انټرنیټ غواړي خو
زموږ لپاره یو ښوونځی نه پریږدی
دلته بدرنګه د خزان لاروي
د سرو ګلونو ((پسرلی)) نه پریږدي