دخپریدو نیټه : 2011-11-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اختره
احمدجان نوزادی
اختره بس را ځه د خوشحالو سره
د ښکلو ښکلو مینو او رنګو سره راځه
لږ ګرمه مو دیره کړه لږ زموږ سره خواله کړه
راځه بس ته راځه د پتاسو سره راځه
یاران دی یا دوی ډیر په قدر دی لمانځی ډیر
زموږ غریب محفل ته د قصو سره راځه
ماشوم دی انتطار دی تنکی سترګی په لار دی
د شپی په نمایی کی د ډیوو سره راځه
پیغلټی به میله کړی زړی به خپل قصه کړی
ځوانی یی که وریاده د یادو سره راځه
ډولونه به بیا مست شی زلمی به په اتڼ کړی
د ډهل او دسرنی مستو سازو سره راځه
زموږ سپیره جونګړه به بیا د بانډارځای شی
د مستو شازلمو د شملو سره راځه
ترخی زموږه بس دی کلونه مو ترخه شوه
غریب نوزادی وایی لږ خوږو سره راځه