له عجیب منطق نه ډکه
دوزير دخولې کېسه ده
چې مجلس دکا بينې کې
یوه ورځ کرزی راپاڅېد
له غوسې وو پړسېدلی
هسې سور لکه انار وو
پروت په ژبه يې انګار وو
وې ناځوانو وزيرانو
بې ظرفیته مزدورانو
زما په سپکو نه مړيږئ
تل لګیا يې کمبختانو
زما په واک وهئ ملنډې
تمسخر راپورې کاندئ
په سترګک پورې مې خاندئ
نن مې قهر توپاني دی
په منطق خولې در تړمه
له خپل واک مو خبرومه
کیسه دلته ختمومه
درته یادي که مو هېر دي
هاغه ورځ چې قندهار ته
ټول يې غوښتي وو ناڅاپه
امريکي جنرال دربارته
لس ساعته مو په لوږه
ورته تېر په انتظار کړل
داسمان ستورې موشمار کړل
در په یاد کړئ وزیرانو
چې په ملا پورې مو خېټې
داسې ونښتې له لوږې
لکه ونښلي جنډې چې
په لرګي پوري په بادکې
تش يې زه ستاسې له منځه
پرمېکډونلډ ووياړلم
لکه ګل وغوړیدلم
تش مې داافتخار نه وو
درپه یادکړئ چې يې کله
بیا راوان په هی وهوی کړو
یوه عسکر په منډ منډه
دجنرال صیب خضور ته
دروازه کې يې کتار کړو
په خپل کور کې يې اغیار کړو
درپه یادکړئ تاسي یویو
لکه غله يې تالاشي کړئ
بیا سرو سپو په سپېنولاړو
سر تر پایه ابپاشي کړئ
هلته هم یوازې زه وم
چې يې معاف له تالاشي کړم
خلاص بادار له بې شرمي کړم
نور ځان سم کړئ وزیرانو
بیا وونه وايئ یارانو
چې زه نه یم ولس مشر