دخپریدو نیټه : 2011-11-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
فدامحمد نومير
په سپينو سپينو ليڅو تور ماران اوړي را اوړي
د زلفو په ځنګل کي ښاماران اوړي را اوړي
وښکارته يې دزړونوتیر، لينده، غشي نـيـو لي
د سترګو په غمزو کي صـيـادان اوړي را اوړي
مصرۍتوري په لاس کي د مظلوموپرې وژل کړي
په د ښت د کـــــــربـلا کي قـاتلان اوړي را اوړي
تياريې کړه فوځونه چي د زړو سوبه پرې وکړي
سرخي د اننګو کـې شــهـيدان اوړي را اوړي
مستي کړي،خوشالي کړي په وژلو او قـتلونـــو
پیالې تـه دسـرو مـيـو خــمـاران اوړي را اوړي
کوتره ده کـه زرکـه دا په نــاز چي قـد م اخـلي
ادا او کــرشمـو کې ســاهــران اوړي را اوړي
بيا ښار د کـفرسـتان کـي د تیرو توروغزا سـوه
کـوڅـو کي د اشنا مـي غمازان اوړي را اوړي
په غشو د بـڼو يې یو نومير زخمي زخمي کــړ
علاج تــه يـې ناپوهه طـبيبان اوړي را اوړي
متحده ايالات ، کلفورنيا، مي ـ ۶ ـ ۲۰۰۵