ما واهـه کلک په دورو پروا مې نه شته
خیر که سر وم په ناروپروا مې نه شته
ما بدرنګ نه کړې رقیبه نور مې وژنه
چه مې مخ وی دلیدوپروا مې نه شته
په خپل عشق کې بې پروا یم چه څه کیږی
دلوېدو اوپرېوتو پروا مې نه شته
دوطن شاړې اودښتې مې هرڅه دی
یم بیغم له سپین اوسرو پروامې نه شته
راته یو دوطن دشتې،سمې غرونه
یم شاهین دلوړوغرو پروامې نه شته
زه مئ خوریم دخپل سر وینې په جام څکم
دساقی او مئ خانو پروا مې نه شته
دپتنګ په شان دمینې لیونی یم
په سرو اوردسوځیدو پروامې نه شته
کله یخ یم چه په یوڅرک ویلې کیږم
لمر دخیږی دسپیدو پروامې نه شته
دخپل تګ لاره څارم دزړه په سترګو
دتورتم او تورو شپو پروامې نه شته
دوطن مینه مې لویه شتمنی ده
دقارون دخزانو پروامې نه شته
په هسک سربه ځم روهین د دارحلقې ته
که مې جرم وی پښتو پروا مې نه شته
جرمنی-اوفن باخ ۱۱.۱۱.۲۰۱۱