مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طرحي مشاعره

مهران او ځاځئ

درفيق مهران اوخوږمن ځاځي طرحي مشاعره په مسېجونوکې
خوږمن ځاځی
يوملنګ غوندې انسان زما ميران دی
بس دهرسړي جانان زما ميران دی
دتخليق په کږلېچونوکې بلد دی
سندربول اوغزل خوان زما ميران دی
هېڅ نقادپرې اعتراض کولای نه شي
ته وا کټ مټ خوشال خان زما ميران دی
تقدس یې لکه لمرهسې روښان دی
پاک سپېڅلی مسلمان زما ميران دی
نمونه د ديانت اود مذهب ده
لاروی دپاک قران زما ميران دی
دالفت لارکه پوښلې په اغزو ده
مطمين پرې را روان زما ميران دی
مخالف د زردارانو، زور واکانو
دبې وسوترجمان زما ميران دی
يو زه نه يم چې د زړه تاخ کې یې ساتم
هر سړي ته قدردان زما ميران دی
په هېڅ وخت ورسره جوړنه شوحيران يم
تل له ښکلو سره وران زما ميران دی
نښانه یې غنم رنګه شان څهره ده
نه چې سور لکه تپان زما ميران دی
په هر وخت کې مطمينه شاعري کړي
متقي همېش پرځان زما ميران دی
اجازه دخوب ترې وغواړه خوږمنه
درکوي یې مهربان زما ميران دی


رفيق مهران

مرور له هر انسان زما خوږمن دی
ګوښه شوی له جهان زما خوږمن دی
اوس یې زړه هم لوی کتاب دمحبت دی
دخوږې شاعرۍ کان زما خوږمن دی
زما فکر یې په شا دی تمبولی
د دې دور غني خان زما خوږمن دی
له ناخوالومې ډار نشته را سره دی
لا سپين ږيری نه دی ځوان زما خوږمن دی
وس یې نه رسيږي زړه یې ورته ډک دی
دې چارواکوته حيران زما خوږمن دی
که کوم ښکلي هم يوځل ورته خندلي
په زر ځله ترې قربان زما خوږمن دی
ډاډګېرنه به د زړه راکوي ماته
د داغلي زړه درمان زما خوږمن دی
شوګېرې یې تېرې کړې دي زنګيږي
بس کټ مټ زما په شان زما خوږمن دی
يوڅو بيته یې له ماڅخه زيات شوي
په حساب کې سرګردان زما خوږمن دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery