دخپریدو نیټه : 2011-11-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اختر دی مبارک شه
نعیمه غنی
دنکریزو ګل په رنګ پوري هيران دی
بنګړیواله شور له کو مه ځايه راوړی
د لونګو خوشبوی تکه تکه ده
پتاسوکی هم هغه خوندونه نه شته
دا بی رنګه اوبی خونده خاموشی که ستا اختر دی
نو اختر دی مبارک شه
له تورو شپو رانجه په پور اخلمه
په لاس نکريزی دماما له واده
شونډی به رنګ کړم د ګلاب له پاڼی
دا ځل راتلو ته د اختر جوړوم
لیږونکی مينه صا بر