دا عزت ، زمونږ برم ده هم درنه ده د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده
هره ستونزه کې حلېږي که دا لویه، وړه ده د کلتور او د فرهنګ زمونږه دا لویه هسته ده
د جرګو چې هره پرېکړه فېصله ده د پولادو په سېر ټینګه او پخه ده
د پلرونو مو ده غږ د مور ناره ده د میرویس او احمد شاه د سر شمله ده
پاتې له نیکونو مونږ ته دغه وسیله ده د رحمن که د خوشحال که د حمزه ده
دلته هر یؤ راټولېږي د دې خاورې که پښتون ،تاجېک ،ازبک که هزاره ده
د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده
خو
نن مې بېا چې دا زړګۍ داسې خفه ده د پردو هر فرماېش راته کوربه ده
رنګ او خوند او ښکلا ټوله یې پيکه ده اوسنۍ جرګه رېښتينې نده دا هسې پلمه ده
خرڅ ، خوراک او ټول مصرف یې بېګانه ده خود په ګټه د پردو یې فېصله ده
په ټپي وجود مې بل زخم تازه ده جوړه کړې ده پردي ټوله قصه ده
څه ناتار دې څه مو کور کې غلبله ده لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
نن مې بېا چې دا زړګۍ داسې خفه ده د پردو هر فرماېش راته کوربه ده
چا راغوښتۍ دا قوت د زور مېلمه ده اې ګيدړ په څېر زمریانو دا مو پاېله نتيجه ده
د ثوروت او د قدرت بقأ د دوې دا عقيده ده ځکه جوړه ځانته دوې دا بهانه ده
اخلاقي ،اجتماعي که دولتي فساد کې ډوب دي دوې کې غرق دي توپير څه چې څو نېزه د
وطن مو لوټ شو ټول تالان وګورۍ دآزموېئلو ده خطا چې آزموده ده
نن مې بېا چې دا زړګۍ داسې خفه ده د پردو هر فرماېش راته کوربه ده
ساتل په بل واکداري خپل غواړي دوې دادې زمري هم دا یې داسې زمزمه ده
حاکيمېت نن غواړي دې دغه یې نېټه ده خپلو ساتونکو ته یې داسې قومانده ده
دا د حامد نه واوره هر چا ته کره ده مڼې واړه دي په شمار خېر که اوس شپه ده
څه ناتار دې څه مو کور کې غلبله ده لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
ستاکتن کليفورنیا
د ۲۰۱۱ع کال د نومبر ۱۶مه