مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

ډاکترحسن

 

راشه واوره دجرس فغان داوښکو
درته را مې غلی اشنا کاروان داوښکو

لا دزړه په سترګو چا نه دی لوستلی
زمادمخ په زېړ کاغذ دیوان داوښکو

وې دا اوښکې مرغلرې او ستا غټ زړه؟
ما وې پروت دی په دې غره کې کان داوښکو

دهر څاڅکې په ايينه کې يې انځوريې
راشه وګوره زما جهان داوښکو

ښه راغلاست چې ستا دغم ورنه هېر نشي
په خندا کې هم کوم ګردان داوښکو

کاشکې ستا څړيکو ته بل څه راسره وای
درته رامې ووړ اشنا درمان داوښکو

دهر زړه په دروازه کې مې نارې کړې
یو مې هم نه کړ پیدا مېزبان داوښکو

پرې کرم دچا یادونه ورته ژاړم
غواړي للمه مې دزړه باران داوښکو

په بې درده اشنایانو کې اوسيږ ي
چې لېمې شوې د (حسن) زندان داوښکو
                                            
                                ***
ځان کړه عادت له ښوييدلو سره
                   کله به بیرته ابتدا ته راځې
                                 ژوند کله وي تګ په شګلنه لاره
                                                په مخ چې درومې لږ به شاته راځې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery