زما ځوانی هم ګیلمنه ده خفه غوندی ده
نه پوهیږم څه خبره ده څه کیسه غوندی ده
ما د حالاتو ناکړدۍ ټولی په جار قبولی
څه وشو تقدیره دا څرنګه شیبه غوندی ده
زه له ځانه ځان له مانه موږ دواړه مرور یو
عشقه ! زما خبره څومره عجیبه غوندی ده
کومه شیبه چی راته درد و ماته ته یادیدی
اوس چی نه راته یادیږی څه حادیثه غوندی ده
(پردیسه ) ته خومانه هیر وی تا ته څنګه یاد شوم
ما وی ستا مینه می په زړه کی عاطفه غوندی ده
د اوکراین جمهوریت دادیسی ښار