دخپریدو نیټه : 2011-11-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
افغان ته اواز
عزت الله وزیروال
افغا نانو ماته ولی نظر سپک کړۍ
زموپلار یم زه مو مور یم څله شک کړۍ
جداکړی می له غیږی غلیمانو
پښتون که فارسیوان یی غوږمو څک کړۍ
څو به ګرځۍ دبل در دبل کوڅوکی
شۍ دراټول ځانونه خوشی ولی ورک کړۍ
دنفاق مرض موتن ته داخل شوی
دطبیب په لوری درومۍ ځان مو چک کړۍ
دهغی رزق به څه خوند او مزه وی
چه په سوال سره یی اوخرۍ نس په ډک کړۍ
وزیروال می درته شپږ کلام ښکاره کړه
ته کا فی دی که عمل ورباندی کلک کړۍ
[هالنډ]