ځان به غلام قام به رسوا کړي اخر
ښکاره به خپل اصلى مرام کړى اخر
د بى ننګۍ پيغور به جوړ کړى ځان ته
ويړ به د مکر لومه دام کړي اخر
په چل او ول به خاص و عام غولوى
جوړ به د بل په خوله نظام کړي اخر
په ستراتيژيک تړون به پړ شې سبا
نوم د وطن به پرى بدنام کړى اخر
که دايمى اډى چا ومنلي
ملي غرور به مو نيلام کړي اخر
طلائى وايى په ملي خيانت
خراب به خپله خپل انجام کې اخر