دخپریدو نیټه : 2011-11-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نفرتونه
زرلښته حفيظ بشريار
که د ژبو نفرتو ته نظروکړی
که دمخ داټول رنګونو ته نظروکړی
خلافت که دمذهب په کې پيداکړی
او بيا خپل دغه ټول کړو ته نظر وکړی
****
زما دخدای په دا ليږلي کتابوکې
بشريت سره يو شوي عقيدو کې
پاچاهي دپاک الله دی که ته پو شی
دنړۍ په هر هيواد او ټول ملکو کې
****
اوبيا ته ټوپک په لاس توره ترملا کړی
ودانيو نه به جوړ دشته صحرا کړی
انسانان به په سرو وينو کې لت پت کړی
او بيا ته دخدای په نوم جوړه غوغا کړی
****
چې انسان يم انسانيت ويښول غواړم
خدای رضا دی خپل مذهب پيژندل غواړم
ته به يواځی پاتی کيږی په ميدان کې
په دی نوم چې زه په جنګ حق ګټل غواړم
****
خواري مکړه چې کری دا نفرتونه
مينه خپل کړه چې راويښ کړی عالمونه
دحفيظ سولې کار وان دخدای رضا دی